Dr-Sharifullah Shahi

Dr-Sharifullah Shahi شه ملگري تر اخیره پاتیژی نه یواځی تر سم ځایه!

��

د وينې د لوړ فشار اتهه خطرناکه نښې نښانې!د وينې د لوړ فشار نورمال اندازه د عمر په لحاظ فرق کوي. خو متوسط عمر لرونکي د فش...
10/19/2022

د وينې د لوړ فشار اتهه خطرناکه نښې نښانې!

د وينې د لوړ فشار نورمال اندازه د عمر په لحاظ فرق کوي. خو متوسط عمر لرونکي د فشار نورمال اندازه 130/90mmhg ده. په نړۍ کې ډېری کسان د وينې له لوړ فشار څخه کړيږي. او هغوی چې د وينې لوړ فشار لري بايد په منظمه توګه خپل د فشار اندازه چیک کړي. ډېری کسانو خپل ژوند د وينې د لوړ فشار د بيخي لوړيدو له امله له لاسه ورکړی دی. نن درته د وينې د لوړ فشار اتهه خطرناکه نښې نښانې در معرفي کوو.

لومړی:د سر شديد درد.
د سر درد په ځينو خلکو کې د سينوسونو د بندښت،نيم سري او يو شمير نورو صحي ستونزو له امله رامنځته کېږي،چې د درد ضد دواګانو د استعمال په پايله کې له منځه ځي.
خو هغه سر دردي چی د وينې د لوړ فشار د لوړيدو په پايله کې رامنځته شوي وي، د درد ضد دواګانو د استعمالولو سره له منځه نه ځي.

دوهم: ګنګسیت او ستړيا.
هغوی چې د فشار اندازه يې له نورمال حالت لوړه شي خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ نشې وړلی.بلکې د ځان درد،ګتګسيت او د ستړيا احساس کوي.او ممکن قلبي سکته هم رامنځته کړي.

درېيم:د ليد/نظر اړوند ستونزې.
د وينې د لوړ فشار د لوړيدو له کبله د سترګو په نسجونو کې د وينې ټکي/داني رامنځته کېږي چې په پايله کې صفا ليدل نشې کولای. همدا راز شايد افټيک نومی عصب اختلال رامنځته او د دايمي ړوند والي سبب شي.

څلورم: د سينې درد.
د سينې درد اکثراً د هضمي سیستم ستونزو په پايله کې رامنځته کېږي. خو د وينې د لوړ فشار او د زړه د حملې په نتيجه کې د سينې شديد درد رامنځته کېږي. ددې سربيره ډېری کسان کيدای شي چې غاړې درد او د چپ لاس د درد څخه هم شکايت وکړي.

پنځم: په سختۍ سره تنفس کول.
زړه او سږي په مشترک ډول د اکسيجن د انتقال دنده ترسره کوي. چې د همدې له کبله د لوړ فشار درلودونکي د ستونزمن تنفس کولو له ستونزې سره مخ کېږي.

شپږم: د زړه د ضربان غير منظم کيدل.
د زړه ټکان د ورزش کولو پروخت له نورمال حالت څخه زياتيږي.خو دغه زیاتیدل د لنډ مهال لپاره وي او د استراحت کولو په پايله کې نورمال کېږي. خو د فشار د لوړوالي په نتيجه کې انسان د زړه ټکان د زياتيدو سبب ګرځي. چې همدا ټکان د فشار د منظم کيدو په پايله کې نورمال کېږي.

اووم:په ادرارو کې وينه.
د فشار لرونکو کسانو د ادرار رنګ تغير کوي. په ادرارو کې وينه د پښتورګو د نورو ناروغيو کې هم رامنځته کېږي. لکه د پښتورګو انتان،د پښتورګو ډبرې، د پروسټاټ غټوالي…

اتم:د پزې څخه د وينې بهيدل.
له پزې څخه د وينې بهيدل د نورو موسمي الرژيکو ناروغيو په نتيجه کې هم رامنځته کېږي. خو په زياتره خلکو کې د وينې د لوړ فشار څخه هم رامنځته کېږي.
Sharifullah Shahi

د پالکو لس ګټي:۱-د پروټينو غني منبع ده، انتي اوکسیدنتAnti oxidant، او فایبر fiber هم په خپل ترکيب کې لري.۲- د التهاب ضد ...
09/23/2022

د پالکو لس ګټي:

۱-د پروټينو غني منبع ده، انتي اوکسیدنتAnti oxidant، او فایبر fiber هم په خپل ترکيب کې لري.
۲- د التهاب ضد دي.
۳- د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.
۴- د سترګو لید ځواکمنوي.
۵- د وينې فشار کموي.
۶- پوستکی روښانه ساتي.
۷- هډوکو ته تقویت او پياوړتيا ورکوي.
۸-د بدن دفاعي سیستم پياوړى کوي.
۹- د ناروغيو په دفاع کې مرسته کوي.
۱۰- ماغزه پياوړي کوي.

له خپلو نورو ملګرو سره یی حتماً شريک کړي:

09/20/2022

د اسلامي نړۍ مشهور فاتح!
د ترکيې د عثمانيانو د خلافت جد (طغرل) هغه قهرمان وو چې 743 ځله يې د دشمن له کمین څخه نجات پیدا کړي وو، 311 غشي يې په بدن خوړلي ول، 78 واري له زندان څخه تښتیدلی وو او اکثره وخت یې د زندان ساتونکي وژلي ول، 7 ځله ورته فاتحه نيول شوي، خو بيا هم ژوندی راگرځیدلی وو، له مغلو، صليبيانو او دولتي جاسوسانو سره په جنگ کې د بري سیال یې نه درلود، او د عثمانيانو د خلافت په ایجاد کې يې اساسي رول لوبولی وو ځکه د نوموړي حکومت د مسلمانانو د عزت او كاميابي شاخصه گڼل کیده د شهادت غوښتونکی ؤ مگر دهغه تقدیر له هغه څخه تل پاتې غازي جوړ کړ،
نور تاريخي او جالب معلومات دلته وګوري👈
Sharifullah Shahi

هغه سړي، چې نارینه اولاد یې نکېږي او بیا د دوهمې ښځې پۀ لټه کې وي، یو ځل دې دا ولولي.د جنس(ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګ...
09/17/2022

هغه سړي، چې نارینه اولاد یې نکېږي او بیا د دوهمې ښځې پۀ لټه کې وي، یو ځل دې دا ولولي.
د جنس(ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله ج په نارینه کې ایښې، چې ورته سیکس کروموزوم ويل کېږي.
‏‎کروموزومونه هم په ښځه او هم په نر کې موجود دي چې له یو ځای کېدو څخه يې نوی موجود منځته راځي.
‏‎پۀ ښځه او نر کې دا کروموزومونه X او y پۀ نومونو یادېږي پۀ ښځه او نر دواړو کې دوه عدده شتون لري، د ښځې دواړو کروموزمونه X او د نارینه بیا یو X او یو Y یعني د XY په نومونو نومول شویدي.
‏‎دنسل منځته راتګ یو حیرانونکي نظام ځکه دی، چې کله د نر او ښځې کروموزومونه سره یوځای شي یو موجود منځ ته راوړي.

‏‎که چیرته د پلار X د مور له X کروموزوم سره یو ځای شي، دا به د لَوراند خدای ج رحمت ( لور) وي.

‏‎که چېرته بیا د پلار Y کروموزوم د مور له X کروموزوم سره یوځای شي، نو دا به يې نعمت (زوی) وي؛ ‎نو په دې توګه ویلای شو، چې د جنس (نجلۍ او هلک) پۀ ټاکلو او یا منځته راوړلو کې د پلار کروموزومونه رول لري، نۀ د مور.

‏‎که چېرته دچا لور پېدا کېږي، یا يې زوی پېدا کېږي په دې کې دسړي رول تر مېرمنې زیات دی او د ښځې لاس پکې نشته.
‏‎یا پۀ بله معنا که چېرته کومه کورنۍ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې د مور هیڅ ګنا نشته بلګه دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده.
‏‎څرنګه چې داسې ده نو ویلی شو چې د جنس (د نر او ښځې منځ ته راتګ) د پلار لۀ کروموزومو سره تړاو لري.
‏‎ښځو ته خدای ج یوازي د ځانګړو اندامونو پۀ لرلو سره دا توان ورکړی، چې د نسل د منځ ته راوړلو وړتیا و
لري، او د مځکي پر مخ يې د نسل د پایښت لپاره لاره هواره کړې.
Sharifullah Shahi

د ګیډې( نس) پړسوب یا باد اخستل BLOATINGدګيډې پړسوب :-په هضمی سیستم کی دګازاتو او هوا دزیاتیدلو څخه عبارت دی کوم چه د ګیډ...
09/15/2022

د ګیډې( نس) پړسوب یا باد اخستل BLOATING
دګيډې پړسوب :-په هضمی سیستم کی دګازاتو او هوا دزیاتیدلو څخه عبارت دی کوم چه د ګیډی د پړسوب اوباد اخستلو سبب ګرځی .
#مهمترین علت د ګیډې د پړسوب او باد اخستلو په هضمی سیستم کی دګازاتواو هوا موجودیت دی چه نوموړی ګازات اوهواپه لاندې حالاتوکې د انسان هضمی سیستم ته دننه کیژی .
1-هغه کسان چه په بیړه اوتیزی سره خوراک او څښاک کوی.
2-د ژاولو (ساجق)ژول
3-سګرت څکول
4-دځینو خلکو معده په کراری سره تخلیه کیژی چه داحالت هم د ګازاتو د جمع کیدلو سبب ګرځی
5-دځینو خوراکی موادو هضم کیدل هم په هضمی سیستم کی د ګازاتو او هوا دتولید سبب ګرځی
6-دهضمی جهاز ځینې مرضونه لکه IBS اوIBD هم په معده کی دګازاتو دتولید سبب ګرځی
7-دلجوشی یا د معدې ایشیدل هم د ګیډی د پړسوب اوباد اخستلو سبب ګرځی
8-د یو شمیر خلکو معده د ځینو غذایی مواد د هضم کولو وړتیا نه لری چه داهم د ګیډی د باد اخستلو اوپړسوب سبب کیژی
9-چاغوالی هم د ګیډی د پړسوب سبب ګرځی
10-جاردیازس هم د ګیډی د باد او پړسوب سبب ګرځی
11-دحد څخه زیات خوراک کول او همدارنګه عصبی بی اشتهایی هم د ګیډی دپړسوب اوباد سبب ګرځی
12-جیګرخونی ،اندیښنې او تشویش هم د ګیډی د باد او پړسوب سبب ګرځی
13-یو شمیر دواګانې هم د ګیډی دپړسوب او باد سبب ګرځی
#د ګیډی دپړسوب او باد نښې او نښانې
1- د ګیډی او معدی دردونه
2-په ګیډه کی د ګازاتو او هوا موجودیت احساس کول
3-ډیر ټیغ ایستل یا اروغ کشیدن
4-په ګیډه کی د اضافی غګونو لکه (غرو غور)موجودیت چه داحالت د مریض کس د مایوسی اوشرمنده ګی سبب ګرځی چه نوموړی شخص په ټولنه کې په لویو رسمی او غیر رسمی غونډو او مجلسونو کې په پوره جرات سره ګډون نشی کولای .
درملنه: لمړی تاسو تشخیص کړی چی پورته مواردو کی د کوم یو له امله ستاسو ګیډه باد اخلی او په ګیډه کی مو اوازونو سبب کیږی لمړی له هغه څخه پرهیز او ترڅنګ یی اړین درمل چی د داکټر لخوا توصیه شوی وی وخوری .
درملنی په وخت کی خپل معلومات له ډاکټر سره شریک کړی چی پورته ذکرشوی مورد کوم یو ستاسو د ناروغی سبب شوی ترڅو ستاسو تداوی او تشخیص په ښه توګه ترسره شی .

08/25/2022

لنډ ژوند وڪړه،🥀
خو په حیا اوپه عزت سره یې وڪړه🥀

👑.Shahi..✖

08/13/2022

👈‏يوازې؛
قوي عقېده ولرئ؛
مرګ او رزق دواړه
دالله ﷻ
په واک کې؛ دي...!♥️

08/12/2022

د یوی پیپیسی سره به یی سترګی نیغی نیغی راووزه😃
خو په شعر کی به وایی ساقی په یوه جام کار نه کیږی

داغسی  مه تیریږیپه مینه یی ولیکئ👇🌹
08/08/2022

داغسی مه تیریږی
په مینه یی ولیکئ👇🌹

08/08/2022

ځینې خلک سخت
له مینې ډک وي...!
هیڅکله په اسانه اړیکې نه پرې کوي..!
خـو که یو ځل لاړل نو،،،
بـیا هیڅکـله نه راځـــي..!
د هـغوی په اړه ډېر پام کوی...!

Qudratullah

08/05/2022

وای یو چمن والا د ملا سرسایه خوړلی وه ۔ باره یی په بدل کی ملا نيښ ته استولی وو ۔😂
Qudratullah Qadardan

08/02/2022

یالله ته راباندی د قبر او اخیرت سختۍ اسانه کړی!

07/31/2022

سوال
په دنياکي دټولونه غټ نعمت کوم يودي ؟

Address

Lashkarga
New York, NY

Telephone

+93702935755

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr-Sharifullah Shahi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr-Sharifullah Shahi:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category