Dr.Abdullah Mohabat

Dr.Abdullah Mohabat Dr.Abdullah Muhabat's Official Page.

06/28/2023

اختر مبارک
عیدالمبارک
EID MUBARAK

1. د وینې فشار: 120/80  2. نبض: 70 - 100  3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37  4. تنفس کول: 12-16  5. هیموګلوبین: نارینه (13.50-...
06/02/2022

1. د وینې فشار: 120/80
2. نبض: 70 - 100
3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37
4. تنفس کول: 12-16
5. هیموګلوبین: نارینه (13.50-18)
ښځې (11.50 - 16)
6. کولیسټرول: 130 - 200
7. پوتاشیم: 3.50 - 5
8. سوډیم: 135 - 145
9. ټرای ګلیسریډونه: 220
10. په بدن کې د وینې اندازه:
PCV 30-40٪
11. شکر: د ماشومانو لپاره (70-130)
لویان: 70 - 115
12. اوسپنه: 8-15 mg
13. د وینې سپینې حجرې: 4000 - 11000
14. پلیټلیټ: 150,000 - 400,000
15. د وینې سره حجرې: 4.50-6 ملیونه.
16. کلسیم: 8.6 - 10.3 mg/dL
17. ویټامین D3: 20 - 50 ng / ml (نانوگرام فی ملی لیتر)
18. ویټامین B12: 200-900 pg/ml

©

 !
12/04/2021

!

ډینګی ویروسی ناروغی (Dengue fever) ...د ختیځو ولایتونو صحی سیستم او ولسونو لپاره یو بل د خطر زنګ!د شمشاد تلويزون د راپور...
10/01/2021

ډینګی ویروسی ناروغی (Dengue fever) ...د ختیځو ولایتونو صحی سیستم او ولسونو لپاره یو بل د خطر زنګ!
د شمشاد تلويزون د راپور له مخی ننګرهار ولایت هغه سیمو کی چی پاکستان سره نژدی پرتی دی سلګونه کسانو کی د ډینګی ناروغی کلينيکي نښي موجودی دی ...!
البته د جلال اباد ښار کی هم لسګونه واقعي موجودی دی ...
ننګرهار چی ګرم اقلیم او زیات غوماشي لری، د پخوا څخه د ملاریا ناروغی یوه اندیمیکه ساحه ده...!
د اړوند چارواکو او موسسو څخه می هیله ده چی هر څه عاجل لاس په کار شی او ناروغی د خپرېدو د مخنیوي او ناروغانو د علاج لپاره عاجل اقدام وکړی!

د ډینکی ناروغی کلينيکي نښی:
۱: لوړه درجه تبه
۲: سردرد (د سترګو د ګاټو شاته درد)
۳:زړه بدوالی او کانګی
۴: د عضلاتو، بندونو او هډوکو درد
۵:د پوستکی رشونه ( Dengue Rashes)
6: د غدواتو پړسوب.

د سکابیس ناروغی ( )👈 دا یوه ساری او پرازیتی ناروغی ده، چی لامل یی Sarcoptes Scabies انسانی نوع پراریت دی.👈 سرایت یی په م...
06/30/2021

د سکابیس ناروغی ( )
👈 دا یوه ساری او پرازیتی ناروغی ده، چی لامل یی Sarcoptes Scabies انسانی نوع پراریت دی.
👈 سرایت یی په مستقیم او غیر مسقیم ډول کیږی. په مستقیم ډول کی اخته شخص د روغ شخص سره په تماس راسی، او په غیری مستقیم ډول کی ممکن ناروغی د ناروغ د بستری، روجایی، کمپلو او لباسونو په واسطه چی منتن وی انتقال صورت ونیسی.
👈 د ناروغ عمده عرض د شپی لخوا شدید خارښت دی، د شپی لخوا خارښت هغه وخت زیاتیږی چی ناروغ په ګرمه بستره کی استراحت وکړی او بی حرکته پاتی سی. بر علاوه لدی څخه په تیاره کی دغه خارښت نور هم زیاتیږی خو چی کله کوټه روښانه کړی نو یی خارښت یو څه ارامیږی او خارښت یی د ورځی لخوا کمیږی ځکه چی یو خو ناروغ متحرک وی او بل داچی روښنایی وی.
👈 د ناروغی وصفی اندفاعات د پپولونو څخه عبارت دی چی د شپی لخوا د خارښت سره يو ځای وی.
👈 د ناروغی لپاره وصفی نواحی:- د ګوتو د منځ التوات، تخرګونه، د بطن دجدار سفلی برخه، د ورونونو انسی برخی، الیوی ناحیه، په نارینه وو کی g***s pen*s، د قضیب جسم، د خصیی پوستکی او په ښخو کی د ثدیو د حلیمی اطراف اخته کوی.
په ماشومانو👶 کی سر، مخ، د لاسونو ورغوی او د پښو تلی هم اخته کوی.
👈 پنځه کلینیکی ډولونه لری:-
۱- Norwegian Scabies یا Crusted Scabies
۲- Scabies په شیدو خوړونکو ماشومانو کی
۳- Scabies په زړو خلکو کی
۴- Bollus Scabies
۵- Nodular Scabies
👈 درملنه یی:-
% چی په تولو هیوادونو کی تاید شوی او د Scabies لپاره first choice drugs ده.
۲- % دا هم د Scabie لپاره کارول کیږی خو زهریت یی زیات دی احتیاط باید وسی.
۳- %
۴-
۵- چی 25% in adult and 12.5% in children can be use.

04/24/2021


د پزې څخه د وینې راتلل (Epistaxis)پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو دندو سربیره یوه دنده یې د تنفس په وخت کې د هوا...
04/07/2021

د پزې څخه د وینې راتلل (Epistaxis)
پزه چې د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو دندو سربیره یوه دنده یې د تنفس په وخت کې د هوا مرطوب او معتدل ساتل دې،نو ځکه په زیاته اندازه د وینې څخه برخمنه ده
پزه دوه حصې لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا دننۍ حصه
د پزې بهرنۍ حصه که په دریو تقسیم کړو نو لوړه یوه حصه یې د هډوکي (‌Bone) او لاندې دوه حصې یې د نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوې ده.
د پزې داخلي حصه د پزې د دیوال (Nasal septum) ،د پزې د خالیګاه (Nasal Cavity) او دداخلي سټرکچرو څخه جوړه شوې ده.
د پزې څخه د وینې راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کې زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کې وینه په خپله بندیږي خو داچې دپزې د وينې رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزې وینه په ډیر لنډ وخت کې خطرناک واقع کیداي شي

د پزې څخه د وینې راتلوعلتونه:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږي یو هغه چې په پزې پورې اړوند دي او بل عمومي علتونه

په پزې پورې اړوند علتونه:
۱- د پزې التهاب (Infection)
۲- د پزې ضربه یا لګیدل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل شوې علتونه (Idiopathic)
۴- د پزې حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کې د خارجي څیز موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیرې عادي رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزې سرطان (Neoplastic)

عمومی علتونه:
۱- د وینې لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کوم چې د وینې د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (ډیر کم) (Fever or Influenza)

درملنه او بیړني مرسته:
د پزې څخه د وینې راتلو علتونه مختلف دي،که چیرې مو پزه وینې شوه نو ژر تر ژره باید نږدې روغتون ته ځان ورسوئ، ترڅو علت یې معلوم او دقیق علاج یی وشي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندې نقاطو باندې عمل وشي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزې لاندې حصه کومه چې د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټینګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي (د لسو دقیقو لپاره ،یا تر روغتون پورې تر رسیدو تر وخته) ټینګه ونیسئ.
۲- سر په ځمکه مه ږدئ، ځکه پدې سره د سر طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه مخ طرف ته کوږ کړئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخې اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کړئ، ترڅو د مخ په حصه کې د وینې رګونه تنګ او د وینې جریان کم شي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولې د لارې کوئ،کومه وینه چې د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لارې توف کړئ.
۵- کله چې وینه ودریږي نو د پزې د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدې سره د وینې د بهیدو چانس زیاتیږي.
۶- نږدې روغتون ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یې څرګند اودقیقه درملنه یې وکړل شي.
Copy...
Like page for more!

03/14/2021

کمال خان بند، نیمروز، افغانستان ....!!!

03/08/2021
د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیرد کم غلظت لیپو پروتین (Low-density lipoproteins LDL) او د ډېر کم غلظت لیپو پروتین (very low...
03/07/2021

د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیر
د کم غلظت لیپو پروتین (Low-density lipoproteins LDL) او د ډېر کم غلظت لیپو پروتین (very low-density lipoproteins VLDL) دواړه د لیپو پروتینونو ډولونه دي او په وینه کې موجود وي. لیپوپروتینونه د مختلف ډوله شحمو او پروتینونو ترکیب وي. په وینه کې کولېسټرول او ټریګلیسیریډ د بدن ټولو برخو ته انتقالوي.

کولېسټرول شحمي ماده ده او د حجرې په جوړښت کې اړینه ده. کولېسټرو په ځیګر کې تولیدیږي. ټریګلیسیریډ د شحمو بل ډول دی او په حجره کې د اضافي انرژي ساتلو لپاره کاریږي.

د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیر د دواړو په جوړښت کې د پروتینو، کولېسټرولو او ټریګلیسیریډ د فیصدي کچه ده. په (VLDL) کې ټریګلیسیریډ زیات وي او په (LDL) کې کولېسټرول زیات وي.

دواړه (VLDL) او (LDL) د بدو کولېسټرول ډولونه ګڼل کیږي. خو په ورته وخت کې بدن د فعالیت لپاره ټریګلیسیریډ او کولېسټرولو ته اړتیا لري. که چېرې بدن کې زیات شي نو په وینه کې جمع کیږي، وینه کې جمع کېدل یې د زړه د حملې او د مغز د سکتې خطر زیاتوي.

ستاسې ځینګر کې (VLDL) تولیدیږي تر څو مو ټول بدن ته ټریګلیسیریډ انتقال کړي. د وزن له مخې :۱۰ % له کولېسټرولو،۷۰ % له ټریګلیسیریډو، ۱۰ % له پروتینونو او ۱۰ له شحمو جوړ شوي وي. کوم ټریګلیسیریډ چې د (VLDL) په ذریعه بدن ته انتقالیږي د انرژي لپاره کاریږي. که چېرې زیات کاربوهایډرېټ لرونکي او یا هم زیاته بوره وخورئ یوه اندازه یې بدن سوزوي او نوره پاتې برخه یې په بې کچې ټریګلیسیریډو بدلیږي او په وینه کې (VLDL) زیاتوي. کله چې په وینه کې ټریګلیسیریډ زیات شي په کلکې مادې بدلیږي. اضافي ټریګلیسیریډ په حجره کې جمع کیږي او کله چې اړتیا ورته پیدا شي ازادیږي. په وینه کې د (VLDL) زیاتوالی د لوړ فشار، پړسوب، د وینې د رګونو په استر کې د بدلون او د (HDL) کوم چې ښه کولېسټرول ګڼل کیږي د کمي لامل کیږي. همداسې زیاتوالی یې له (metabolic syndrome and nonalcoholic fatty liver) سره هم تړاو لري.

په وینه کې د (VLDL) ځینې برخه پاکیږي خو پاتې یې په وینه کې د انزایمونو په ذریعه (LDL) ته انتقالیږي. په (LDL) کې کمه اندازه ټریګلیسیریډ موجود وي خو کولېسټرول پکې زیات وي. د وزن له مخې: ۲۶ % له کولېسټرولو، ۱۰ % له ټریګلیسیریډو، ۲۵% له پروتینونو او ۱۵ % له شحمونو جوړ وي. دا لیپو پروتین ټول بدن ته کولېسټرول انتقالوي. که چېرې بدن کې (LDL) زیات شي کولېسټرول مو زیاتیږي. همداسې د وینې په رګونو کې د پلاکونو پیدا کېدو لامل کیږي او د وینې جریان بندولای شي. که چېرې دا پلاکونه سخت شي د (atherosclerosis) لامل کیږي.

که چېرې د یو کس بدن کې دواړه زیات شي د درملنې لپاره یې درمل د دې لیپو پروتینونو د کچې له مخې ورکول کیږي. د دواړو د کچې کولو لپاره کومه ازموینه نشته او ازموینه یې د ټریګلیسیریډ او کولیسټرولو په کچه کولو کیږي. که مو چېرې خواړه ډېر غوړ یا خواږه وي، که چېرې سګرټ څښوی، که چېرې عمر مو زیات او وزن مو زیات وي، که چېرې هره ورځ سپورت یا فزیکي دروند فعالیت نکوی، که چېرې لوړ فشار او یا شکر لری نو هرو مرو مو له ډاکټر سره د کولېسټرولو د ازموینې لپاره وګورئ.

په بدن کې د دواړو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره هره ورځ سپورت وکړئ، د مغزیو لکه غوزان، بادام او پستې خوراک زیات کړئ، سګرټ څکول بند کړئ، خوړو کې مو اوکادو اضافه کړئ. له زیاتې غوښې، غوړو او خوږو ډډه وکرئ.
Copy:
Zakria Rahimi

د ECG له مخې د Heart Rate شميرنه !په Normal Rythem او Abnormal Rythem کې شماروو!1: په نارمل Rythem کې لاندې دوه ميتودونه...
02/15/2021

د ECG له مخې د Heart Rate شميرنه !
په Normal Rythem او Abnormal Rythem کې شماروو!

1: په نارمل Rythem کې لاندې دوه ميتودونه شتون لري.
300 ميتود
1500 ميتود

په 300 ميتود کې د R_R موجو ترمنځ غټي مربعګاني شماروو او 300 باندې تقسيموو.
په 300 باندې ولى تقسيموو ؟
په 1sec کې 5 لوى مربع د ECG د ماشين څخه تيريږى نو مونږ Heart Rate په يوه دقيقه کې شمارو نو د همدې کبله 5 په 60 کې ضربوو او 300 کيږى.

په 1500 ميتود کې د R_R موجو ترمنځ کوچني مربع شماروو او 1500 باندې تقسيموو.
په 1500 باندې ولى تقسيموو ؟
په 1sec کې 25 کوچني مربعګاني د ECG د ماشين څخه تيريږى نو څرنګه چې Herat Rate په يوه دقيقه کې شماروو 25 په 60 کې ضربوو او مجموعه يى 1500 کپږى .
نوټ : په دې دواړو کې 1500 ميتود دقيق دى د ولى جواب نو اوس تاسو وليکي؟

2: په ابنارمل Rythem کې هم لندې دوه ميتودونه شتون لري.
15 ميتود
30ميتود

په 15 ميتود کې په 15 غټو مربعګانو کې R موجي شماروو اوپه 20 کې ضربوو .
ولى په 20 کې ضربوو ؟
300 چې په 15 تقسيم کړو حاصل يى 20 کيږى نو ځکه .

په 30 ميتود کې په 30 غټو مربعګانو کې R موجي شماروو او په 10 کې ضربوو .
ولى په 10 کې ضربوو ؟
1500 چي په 30 تقسيم کړو حاصل يى 10 کيږى نو ځکه .
نوټ : په دې دواړو کې بيا د 30 ميتود دقيق
صفحه در سره لایک کړی ...!

Address

Winchester, VA

Telephone

+93787762476

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Abdullah Mohabat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Abdullah Mohabat:

Share

Category