Dr.suhrab khan shenwari

Dr.suhrab khan shenwari medical

بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون کې د یوې ځوانې انجلۍ د رحم بریالی عملیات ترسره شو.سه شنبه ۱۴۰۴/۰۵/۱۴د ننګرهار عامې روغت...
05/08/2025

بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون کې د یوې ځوانې انجلۍ د رحم بریالی عملیات ترسره شو.
سه شنبه ۱۴۰۴/۰۵/۱۴

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون په نسايي ولادي وارډ کې د یوې ځوانې انجلۍ چې عمر یې ۲۲ کاله و، او د لغمان ولایت څخه یې نوموړي روغتون ته مراجعه کړې وه د رحِم بریالی عملیات ترسره شو.

ناروغ په رحِم کې یوه لویه کتله درلوده چې په نورو ځایونو کې ورته د رحِم د لرې کیدو او د اولاد راوړلو د ستر نعمت له لاسه ورکولو ویل شوي و، چې د همدې ویرې له امله ناروغ نه غوښتل عملیات یې ترسره شي.

بلاخره نوموړې ناروغه بي بي فاطمة الزهر ولایتي روغتون ته په مراجعې کولو سره د نسايي ولادي وارډ د مشرې او ورسره ټيم لخوا یې عملیات په بریالي توګه ترسره شو، یوه لویه کتله (Huge Fibroid Mass ) یې د رحِم څخه په خوندي توګه لرې شوه چې د ناروغ رحِم ته پکې هيڅ ډول زیان وانه وښت.

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!!د بهرنیو کلینیکي اسناد لرونکو ډاکټر صاحبانو د پام وړ!۱- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن کلینی...
05/08/2025

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!!

د بهرنیو کلینیکي اسناد لرونکو ډاکټر صاحبانو د پام وړ!
۱- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن کلینیکي اسناد یې د بهرنیو هېوادو څخه ترلاسه کړي وي، خو ډیپلوم ونه لري، د منلو وړ نه دي.
۲- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن اسناد ولري او ډیپلوم یې هم ترلاسه کړی وي، د ډیپلوم د شتون په صورت کې یې اسناد د ۲۰۲۷ کال تر پایه ارزول کیږي، د یادې نېټې په انقضاء سره یې ډیپلوم نه ارزول کیږي.
۳- هغه ډاکټر صاحبان چې د تخصص بشپړولو څخه مخکې یې فیلوشیپ ترلاسه کړی وي، اسناد یې د منلو وړ نه دي.
https://tinyurl.com/3y2dzb3m

04/08/2025

ختيځ ننګرهار
دوکتــورســـهراب خـان شــینـواری په کابل کې د فرانسويانو روغتون ماشومانو څانګه کې
Intern – Pediatric Echocardiography (FMIC)
ماشومانو زړه ټلويزيوني معايناتو
برخه کې فيلوشپ په برياليتوب سره پای ته ورسوه ډاکټر سهراب شينواري ماشومانو داخله ناروغيو کې تخصص ترسره کړي دي او د بي بي فاطمه الازهرا ولايتي روغتون ماشومانو څانګه کې دنده لري
که چيري تاسو غواړئ ماشومانو د زړه تلويزيوني معاينه ترسره کړئ د بی بی فاطمه الازهرا ولايتي روغتون کې د ډاکټر سهراب شينواري سهار له اتو بجو څخه مازيګر څلورو بجو پورې دنده ترسره کوي .

الحَمْدُ ِلله ثم الحَمْدُ ِلله ! نن دیــو مهم پړاوپای ته رســیدو خــوشحالی دخپــلوهیــوادوالــو ســره شریکــوم.زه ویاړم ...
04/08/2025

الحَمْدُ ِلله ثم الحَمْدُ ِلله ! نن دیــو مهم پړاوپای ته رســیدو خــوشحالی دخپــلوهیــوادوالــو ســره شریکــوم.زه ویاړم چی دافغانستـان په سطحه په پرمختللی شفاخـانــه کــی
French Medical Institute for Mothers and Children- FMIC یا فرانسویـانو روغـتون کـی مـی په
non invasive cardialogy (Echocardiography) برخه کی خپل دانترشیپ دوره پای ته ورسوله که څه هم دادوره دزیاتو مشـــکلاتو او ستونـزو ډکـه وه خـوماته یی دازمینه برابره کړه چی دکوچنیانو دزړه په غیری تهاجمی ناروغیو تشخیص او درملنه کی خپلوعملی تجربو ته وده ورکړم. زما موخه دا ده چې د خپلو هیوادوالو لپاره د لوړ کیفیت خدمتونه وړاندې کړم، او د خپل هیواد دماشومانو روغــــتیا ته ژور آهمیت ورکړم، تر څو دناروغیو تشخیص اودرملنه دنړیوالو معیارونو په اساس ترسره شی په نږدې راتلونکې کې هیله لرم چی د خپلو هیوادوالو لپاره نور هم پیــاوړی خــدمت وکـــړم، او خپلې لاسـته راوړنې دولـس خیـــر لپـــاره وکـــاروم . ګـرانــوهـیوادوالــو بلــخصوص دمشرقی ولس که چیری تاسی دکوچنیانو دداخله ناروغیو اړوند کومه ستونزه لری نو کولای شی چی بی بی فاطمة الزهراء ولایتي روغتون ولایتـــی دولتـــی روغتـــون تــه مـــراجعه وکـــړی زه به مـــوپه ورین تنــدی خـــه
راغــــلاســت ووایــم
ستاسی ددعاو په هیله
دوکتــورســـهراب خـان شــینـواری
Pediatric Specialist
Intern – Pediatric Echocardiography (FMIC)

دا زما تیر پوسټ وو چی کړی می وو.إن شاء الله نن یی دکار پیل وش.ډیر دخوشحالی ځای دی.
31/07/2025

دا زما تیر پوسټ وو چی کړی می وو.إن شاء الله نن یی دکار پیل وش.ډیر دخوشحالی ځای دی.

زیــــــری زیــــــری زیــــــری دزمونږ دختیځ زون ولس لپاره!
إن شاء الله په ډیر لنډ وخت کی به دختیځ کمپلیکس پاتی چاری پیل شی.
Ministry of Public Health, Kabul, Afghanistan
ډاکټر شرافت زمان امر / Dr Sharafat zaman Amar

دعامی روغتیا درهبری  مقام نه نړی مننه کوو چی دولس غوښتنو ته یی مثبت ځواب وویلی او دختیځ کمپلیکس پاتی چاری یی شروع کړی.دو...
31/07/2025

دعامی روغتیا درهبری مقام نه نړی مننه کوو چی دولس غوښتنو ته یی مثبت ځواب وویلی او دختیځ کمپلیکس پاتی چاری یی شروع کړی.
دوکتور سهراب خان شینواری
ډاکټر شرافت زمان امر / Dr Sharafat zaman Amar

نن مودعـــامـــی روغتــیا وزارت دویاند اوګــران ورور ښاغلی شــرافت زمــان آمــــرخیل صیب سره په ځینو  مواردو بحث درلود ا...
29/07/2025

نن مودعـــامـــی روغتــیا وزارت دویاند اوګــران ورور ښاغلی شــرافت زمــان آمــــرخیل صیب سره په ځینو مواردو بحث درلود امرخیل صیب واقعاً یومخلص اوپه وطن مئین شخصیت دی الله ج دی ددولت په راس کی داسی مخلص کدرونه نور هم زیات کړی.

Ministry of Public Health, Kabul, Afghanistan ډاکټر شرافت زمان امر / Dr Sharafat zaman Amar
27/07/2025

Ministry of Public Health, Kabul, Afghanistan ډاکټر شرافت زمان امر / Dr Sharafat zaman Amar

زیــــــری زیــــــری زیــــــری دزمونږ دختیځ زون ولس لپاره!إن شاء الله په ډیر لنډ وخت کی به دختیځ کمپلیکس پاتی چاری پیل...
08/07/2025

زیــــــری زیــــــری زیــــــری دزمونږ دختیځ زون ولس لپاره!
إن شاء الله په ډیر لنډ وخت کی به دختیځ کمپلیکس پاتی چاری پیل شی.
Ministry of Public Health, Kabul, Afghanistan
ډاکټر شرافت زمان امر / Dr Sharafat zaman Amar

د سترګو ناروغانو ته خبرتیاد عامې روغتیا وزارت د سترګو د متخصصینو او مجربو ډاکترانو ټیم چې په روغتیایي وسایلو سمبال دي، د...
18/02/2025

د سترګو ناروغانو ته خبرتیا

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د متخصصینو او مجربو ډاکترانو ټیم چې په روغتیایي وسایلو سمبال دي، د ننګرهار ولایت ته رالیږلی دی. دغه صحي ټیم په پام کې لري چې په ننګرهار ولایت کې د سترګو ۵۰۰ عملیاتونه تر سره کړي. یاد ټیم د سترګو د ناروغیو وړیا معاینات او درملنه کوي. که د عینکو یا لېنز اړتیا ولیدل شي، د دغه ټیم له لوري ناروغ ته وړیا ورکول کیږي.
بنأ هغه کسان چې د سترګو ناروغي لري کولای شي له راتلونکې شنبې له ورځې چې د حوت د میاشتې د څلورمې مې نیټې سره سمون خوري، تر جمعې ورځې چې د حوت د میاشتې د ۱۰ مې نیټې سره سمون خوري د سرخ رود ولسوالي سلطانپور CHC+ شفاخانې او د شينوارو ولسوالي د غني خیلو ۷۵ بستريز روغتون ته مراجعه وکړي.

Address

Shahr-e Now

Telephone

+93789161621

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.suhrab khan shenwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share