پر کرښه ډاکټر

پر کرښه ډاکټر له ټولو درنو خوښوونکو څخه هیله کوو ترڅو زمونږ پاڼه له دوستانو سره شریکه کړئ❤️

12/03/2024

What Is COPD ?

 #د ځوانانو لپاره بهترین چانسستاسې د ګډون په هيلهد ژوند بحرانونو د مديريت رواني مهارتونه (Psychological Skills of Life C...
13/10/2023

#د ځوانانو لپاره بهترین چانس
ستاسې د ګډون په هيله
د ژوند بحرانونو د مديريت رواني مهارتونه (Psychological Skills of Life Crisis management) تر عنوان لاندې دوه ساعته ورکشاپ په تابش پوهنتون کې.
ورځ : شنبه 22 ميزان
وخت: سهار 9 بجو نه تر 11 بجو پورې

  Fracture
02/07/2023

Fracture

28/06/2023

#اختر مو مبارک شه
#عید تان مبارک
EiD

27/06/2023

is

 ( chronic obstructive pulmonary disease)
23/06/2023

( chronic obstructive pulmonary disease)

17/06/2023
  of Oral Cavity.
17/02/2023

of Oral Cavity.

  Tube
17/01/2023

Tube

  of childhood Obesity.
14/01/2023

of childhood Obesity.

  System
06/01/2023

System

What Is COPD?
03/01/2023

What Is COPD?

  of COVID-19 on kidney
02/01/2023

of COVID-19 on kidney

  Of AKI(ARF”
01/01/2023

Of AKI(ARF”

01/12/2022

ننګرهار کې د هوا سړیدو سره تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي

اطلاعات روز: د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د هوا سړیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي چې ډیری ناروغان یې ښځې او ماشومان دي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب وایي، چې هره ورځ ګڼ شمیر په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته ناروغان روغتون ته راوړل کیږي، چې زیاتره یې کم عمره ماشومان او میرمنې دي.

نوموړی زیاتوي په تیرو دوو اوونیو کې لسګونه ناروغان روغتون ته ور وړل شوي، چې زیاتره یې په سینه بغل، ټوخي، زکام او نورو تنفسي ناروغیو اخته وو.

ښاغلی زیاتوي:«په ننګرهار کې هر کال د هوا په سړیدو سره موسمي ناروغۍ زیاتیږي، په تیرو دوو اونیو کې ګڼ شمیر ناروغان روغتون ته راوړل شوي او زیاتره دغه ناروغان ماشومان او ښځې دي چې ډیری یې په سینه بغل، توخي او نورو تنفسي ناروغیو اخته دي؛ ناروغانو ته په کتو د تنفسي ناروغانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی او که خلک روغتیایي لارښوونې عملي نه کړی نو ستونزه جوړوي.»

د حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې ډاکټر وایي، د ژمي په پیلیدو سره دې ولایت کې سینه بغل، زکام، ټوخی او د ماشومانو تنفسي هغه ناروغۍ دي، چې د هوا په سړیدو سره د ننګرهار په مرکز او ولسواليو کې زیاتیږي.

د نوموړي په وینا چې د تير کال په پرتله یادې ناروغۍ څو چنده ډيرې شوي چې لاملونه یې کډوالي، فقر بې وزلي، سړه هوا او په ځینو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دی.

دغه راز ښځینه روغتیاپاله ډاکټر نیلوفر بیا په کورنیو غږ کوي چې د هوا په سړیدو سره دې د خپلو کم عمره ماشومانو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه ډیره کړي.

نوموړې اندیښنه لري او وایي، که خلک روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو په موسمي ناروغیو له ماشومانو سربیره د لویانو د اخته کیدو ویره هم ډیره ده.

ډاکټر نیلوفر زیاته کړه:«د هوا په سړیدو سره معمولآ تنفسي او نورې موسمي ناروغۍ زیاتیږي، نو کورنیو او خاص ډول میندو ته په کار ده چې خپل ماشومان په سړه هوا کې بهر پرې نه ږدي او همدارنګه دې دوی ته نرم خواړه ورکړي او د دې ترڅنګ کله چې هوا سړه وي نو د ماشومانو سربیره د لویانو د نارغۍ ویره هم ډیره وي چې دوی به هم په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته شي.»

په همدې حال کې روغتون ته پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغ پیواز له نورو کورنیو د روغتیایي لارښوونو د عملي کیدو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د روغتيايي چارواکي وایي، د یادو ناروغیو د مخنیوی په موخه يي په ښار او ولسوالیو کې ځينې پروګرامونه په لاره اچولي ترڅو د موسمي ناروغیو مخه ونیول شي.
کاپى

 #د امېندوارۍ په وخت کې د مور وجود ډيري وينې ته اړتيا لري تر څو ماشوم ته په کافې اندازه اکسيجن ور ورسوي. د انسان وجود د ...
23/11/2022

#د امېندوارۍ په وخت کې د مور وجود ډيري وينې ته اړتيا لري تر څو ماشوم ته په کافې اندازه اکسيجن ور ورسوي. د انسان وجود د اوسپنې د کارولو له لاري وينه جوړوي لدې امله د امېندوارو ښځو په وجود کې بايد په کافې اندازه اوسپنه موجوده وي تر څو د اړتيا مطابق وينه جوړه کړي. په اوسني شرايطو کې بايد په افغانستان کې امېندواري ښځې د ورځې يوه ۶۰ ميلي ګرامه د اوسپنې ګولۍ خوري.

فوليک اسيد يو وېټامين ده او په امېندوارو ښځو کې د دې وېټامين کمبود کېدی شي د ماشوم د عيبي کېدلو باعث شي لدې امله امېندواري ښځې بايد د ورځې يوه دانه ۰،۴ ميلي ګرامه د فوليک اسيد ګولی وخوري.

 #رانټيډين اوس په امریکا کې د FDA له خوا منع شوي دي ـ ځکه پلټنو ښودلې ده چې کله رانټيډين په لوړ حرارت کې پاتې شي د n-nit...
21/08/2022

#رانټيډين اوس په امریکا کې د FDA له خوا منع شوي دي ـ ځکه پلټنو ښودلې ده چې کله رانټيډين په لوړ حرارت کې پاتې شي د n-nitrosdimethyl-amine په نامه ماده توليدوي چې په انسانانو کې ممکن د کينسر د رامنځه کیدو سبب شي.
CMDT 2022

د ورید له لاری د درملو اخستل (Intravenous Therapy):د درملو د زرق په دغه طریقه کې درمل په مستقیم ډول د ورید له لاری د وین...
17/08/2022

د ورید له لاری د درملو اخستل (Intravenous Therapy):
د درملو د زرق په دغه طریقه کې درمل په مستقیم ډول د ورید له لاری د ویني جریان ته لاره پیدا کوي. د درملو دغه کارونی ته (IV) مخفف کارول ګیږي چې په داخل د ورید کې معنا ورکوي.
د درملو دغه زرق له مونږ سره مرسته کوي ترڅو په ډیری چټکتیا سره درمل او نوراړوند معایات د ویني جریان ته لاره پیدا او په چټکتیا سره خپلی اغیزی منځته راوړي.
د ورید له لارې زرق د درملو ، معایاتو او د وینی د ورکړی په موخه کارول ګیږي.
په لویه کچه د ورید له لاری د درملو ورکړه په لاندی ډولونو ویشل شوی ده
۱- دوامداره زرق (Continuous Infusion )
۲-دوهمی زرق (Secondary Infusion )
۳- د فشار په وسیله زرق (IV By Push )
په پورتنیو ډولونو د درملو اخیستل د لاندې طبي موخی لپاره ترسره ګیږي.
۱-د درملو د اړتیا په صورت کې د درملو د ورکړی په موخه.
۲- د بدن د معایاتو د خرابی وضغی د سمون په موخه بدن ته د معایانو او الکټرولیټونو ورکړه
۳- د اړتیا په صورت کې د وینی انتقال یا blood Transfusions.
وریدی زرق د درملو او معایاتو د اخیستو لپاره اسانه خو د خطر څخه ډکه ده. که چیری د تطبیق کوونکي نرس له لوری له دقت څخه کار وانخستل شي د لاندې ستوتزو لامل ګرځي:
۱- درد
۲- د میکروب د سریع خپریدو
۳- د وریدونو د التهاب
۳- د زرق په ساحه کې د پړسوب
۴- د ررګونو د سوری کیدو یا Rapture
۵- معایاتو د زیات زرق کیدو یا overload
۶- د بدن د حرارت درجی ناڅاپي بدلون
۷- د امبولی جوړیدل

دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات ۱. سیریوم رینګر Ringerترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم ک...
15/08/2022

دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات

۱. سیریوم رینګر Ringer
ترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دی
استعمال:
اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیه
اختیاط او پاملرنه:
که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.
د سودیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي.
د ۲-۲۵ سانتی ګرید کې باید وساتل شې.
مستحضرات:
‏500-1000ML, IV

۲.سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate:
ترکیب:
کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید،سودیم لاکتیت،سودیم کلوراید
استعمال:
دمایعاتو کموالی،مخکې او وروسته دعملیات څخه،اسهال،استفراق،زړه بدوالی،اسیدوز او سوخته ګۍ،دګلوکوز دسویې دلوړوالې له کبله شاک،کوشنګ سندروم او دکورتیکوستیراید د دوز په لوړوالې کې استعمالیږي.
نه استعمال:
لوړ فشار،پښتورګو،جګر او دزړه د وظیفو خرابوالی.
مستحضرات:
‏500-1000ML, IV

۳-سیریوم نارمل سالین Normal saline:
ترکیب:
سودیم کلوراید%۰،۹
استعمال:
دزخمونو وینځل او سوختګی، ټیټ فشار،خونریزی
نه استعمال:
لوړ فشار
مستحضرات:
‏100-500-1000ML,IV

۴-دکستروز یا ګلوکوز %5
استعمال:
دانرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې دخولې له لاري خوراک نشې کولی،هایپرتونیک ډیهایدریشن،هایپوګلایسیمیا،ملا درد او لوړ فشار
مستحضرات:
‏100-500-1000ML,IV

۵-دکستروز یا ګلوکوز%10
استعمال:
انرژی برابرول،هایپو ګلایسیمیا،دپښتورګو عدم کفایه،دپوتاشیم او انسولین مسمومیت
مستحضرات:
‏500-1000ML,IV

۶-دکستروز یا ګلوکوز%20 یا له هغه پورته
استعمال:
هایپوګلایسیمیک شاک،د اوبو مسمومیت، عمومی عدم کفایه،زیړی
نه استعمال:
ټیټ فشار او داوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی.

۷-دکستروز سالین یا میکس
ترکیب:
دکستروز%۵ +سالین۰،۹%
استعمال:
ډیهایدریشن،مسمومیت او ګاستروانتریت
مستحضرات:
‏500-1000ML,IV

۸-دکستران۴۰
ترکیب:
دوینې پلازما
استعمال:
دپلازما کموالی،دخونریزی له امله شاک،سوختګی او عملیات.
نه استعمال:
دسږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان
مستحضرات:
‏500-1000ML,IV

۹-مانیتول%۲۰
استعمال:
ګلوکوما یا دسترګې داخلې فشار،فشار،داخل دکوپړۍ فشار،ادرار راوړونکی.
نه استعمال:
ډیهایدریشن،داخل جمجه خونریزی،هایپو ویلومیک شاک،CHF ،هایپوټینشن،هایپو کلیمیا،هایپو نایتریمیا.

Address

Jalalabad

Telephone

+93784440797

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پر کرښه ډاکټر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to پر کرښه ډاکټر:

Videos

Share

Category

Nearby clinics