02/07/2021
تور پوڅکۍ یا قارچ سیاه
چې د تور فنګس (black fungus) په نامه هم یادیږې په طبي اصطلاح کی ورته mucormycosis(zygomycosis) وایې
یوه نادره مګر صحت ته ګواښوونکې ناروغې ده
دغه فنګسونه په خاوره هوا او ناپاکه اوبو کي موندل کیږې کوم چې د تنفس د لارئ انسان بدن ته سرایت کوي
اکثره وخت سږې , اعصاب ,کیسه(sinus) او پوستکی اخته کوې
دا فنګسونه کوشش همدا کوي چې اعصابو ته ځان ورسوي او بدن معیوبیت لامل وګرځې
د غړو پیوند,سرطان, aids ,او شکر ناروغان او تر ټولو زیات هغه وګړی چی کمزوری دفاعی سیستم ولری اخته کیږی
په اوس وخت کي دغه ناروغې په covid19 ناروغانو کي زیات تر سترګو کیږې ځکه چی دغه ناروغان 1:-کمزوری دفاعې سیستم لرئ
2:- شکرئ ناروغې لرونکي وي (hyperglycemia)
3:- سټیرایډس درمل استعمال وي
4:- د یو ماسک څخه ډیر ځلئ کار اخستل
5:- غیرې معیاري اکسیجن کارول دئ ناروغې ته زمینه برابره وي
تبه , ټوخې , سر دردی ,سالنډې
وینه لرونکې کانګي , د سترګو او پزئ شاو خوا درد , سور والی او تور رنګه ټپونه د دی ناروغې اعراض دي
د دی ناروغی واقعات په هندوستان کي 40845 تنو ته رسیدلې
نن لومړنی واقعه د کابل په افغان جاپان روغتون کي ثبت شوله
خوشبختانه دغه ناروغې سارې نده
او واقعات یي هم اندک دی
نوټ زما په اند دغه فنګسونه د اکسیجن بوتولونو کې موندل کیږې او د همدې لارئ بدن ته سرایت کوي